سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د جمهور رئیس له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل، د کب ۲۲مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند نن د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهور رئیس له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند ته د ازبکستان د جمهوررئیس شوکت میرضیایف سلامونه او نېکې پيرزوينې وړاندې کړې.

بختیار سعیدوف وویل:« د ازبکستان جمهوررئیس تل د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ورورګلوۍ او ښه ګاونډیتوب پر اړیکو ټینګار کوي او وایي، افغانستان باید هېڅکله یواځې پرېنښودل شي».

هغه زیاته کړه ازبکستان له افغانستان سره په ټولو مهمو مسایلو په ځانګړي ډول د اقتصادي او کرنیزو پروژو پلي کولو په برخه کې د خپلو بریالیو تجربو شریکولو ته لېواله دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې ډاډمن امنیت په اشارې وویل، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سیمنټو د تولید د یوې فابریکې جوړولو، د ‌‌ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

نوموړي د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پروژې ته په اشارې وویل، په نږدې راتلونکي کې به د ازبکستان مسلکي او متخصص ټیم افغانستان ته د دغې پروژې د تخنیکي چارو د ارزونې په موخه سفر وکړي.

ورته مهال افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه:« د ازبکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف او د کابینې محترمو غړو ته هم زما سلامونه او نېکې هیلې ورسوئ».

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند افغانستان او ازبکستان دوه مسلمان وروڼه هیوادونه وبلل چې دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکات لري.

رئیس الوزراء څرګنده کړه، که څه هم افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له زیاتو ستونزو سره مخ وو، خو ازبکستان له افغانستان سره حسنه روابط لرلي او تل یې مرستې کړي چې مننه ترې کوو او هیله ده په راتلونکي کې دغه روابط لا زیات پیاوړي شي.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ته د اسلامي امارت له لوري د پورته ذکر شویو پروژو د عملي کولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، خپلو اړوندو ادارو او مسؤلینو ته مې لارښوونه ده چې د دغو پروژو چارې په بشپړې همغږۍ او همکارۍ ترسره کړي. ملا محمد حسن آخند د ټرانس- افغان رېل پټلي پروژې ته په اشارې وویل، د ازبکستان پلاوی دې له افغان لوري سره په همغږۍ خپلې چارې پیل کړي.

په پای کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله ته د ازبکستان د جمهور رئیس د سلامونو او نېکو پېرزوینو پيغام هم وړاندې کړ.

د یادې کتنې پر مهال د کانونو او پټرولیم سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم شتون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته