خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون پرانیستل شو

کابل، د کب ۲۰مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د هنرستان ریاست له لوري نن په پلازمېنه کابل کې د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون پرانیستل شو.
د ملي نګارستان رئيس محمد هاشم شارق د یاد نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خطاطانو او هنرمندانو ملاتړ ته ژمن دی او نننۍ نندارتون هم د دوی هنري اثارو ته د بازار موندنې په موخه جوړ شوی دی.
شارق همدارنګه له کابل ښاریانو په ځانګړي ډول ملي سوداګرو او شتمنو څخه غوښتنه وکړه، چې له یاد نندارتون څخه لیدنه وکړي او د خپلې خوښې اثارو په پېرلو سره د خطاطانو او هنرمندانو مالي ملاتړ او لاسنیوی وکړي.
په ورته وخت کې د یاد نندارتون مسوول سید عنایت الله اسدي باختر اطلاعاتي آژانس ته وویل چې په دغه نندارتون کې د ۴ هنرمندانو ۳۰ هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بیهقي ریاست له لوري هم د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت په پلازمېنه کې د قرانکریم او کتابونو نندارتون جوړ کړی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته