خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د کندهار له والي سره وکتل

کابل، د لړم ۲۵مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خير الله خيرخواه د کندهار له والي ملا شيرين اخند سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ملا خير الله خيرخواه خوښي وښوده، چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره زرګونو بهرنیو سېلانیانو د هيواد د بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه کندهار څخه لیدنه کړې ده.

خيرخواه د یو شمېر تاریخي ابدو د بیا رغولو په اړه هم معلومات شریک کړل او ویي ویل چې د حاجي میرویس خان نیکه د مقبرې او احمدشاه بابا کور او مقبرې د بیا رغولو کارونه په ښه ډول روان دي.

ورته مهال د کندهار والي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارونو ستاینه وکړه او زياته یې کړه، چي ځوانانو ته بايد د فکري، ذهني او علمي پوهې په برخه کي لا زیات پروګرامونه ترتیب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته