سیاستخبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د هلمند له والي سره وکتل

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د هلمند له والي مولوي عبدالرحمن کندوزي سره وکتل.

په دې کتنه کې مولوي عبدالرحمن کندوزي د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست پرمختګونه او نوښتونه وستایل او زیاته یې کړه چې په فرهنګي برخه کې باید نور نوښتونه هم رامنځته شي. 

نوموړي د دې ترڅنګ په دې برخه کې د ولایت مقام لخوا د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

 ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه هلمند د والي له هر اړخېزې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه په ښه ډول روان دي.

ملا خیرخواه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په حاکميت سره زرګونو بهرنیو سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه له هلمند څخه لیدنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته