کابل باختر دلړم يو ويشتمه :
دهرات ولايت په کچه دنجونو دځغاستې دسياليو لومړى پړاو ترسره شو .
دغه سيالۍ دبدني روزنې او ورزش دلوى امريت او دفوټبال فدراسيون په همکارۍ او ملاتړ ددوه ديرشو تنو برخه والو ترمنځ ترسره شو .
په دغوسياليو کې درې تنو برخه والو لومړى ، دويم او دريم مقامونه وگتل .
دهرات ولايت دځغاستې دادارې يوه مسوول ښاغلي کبير دورزشي سياليو دترسره کولو موخه دورزشکارانو ترمنځ دورزش رواجول ، وده او انکشاف وباله . په پاى کې ګټوونکي دجايزو اوسوغاتونو په ډالۍکولو سره وستايل شول
0 د یوې دقیقې څخه لږ