خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د ۱۴۰۳ کال د دیني او عقیدتي مسایلو لومړنۍ روزنیزه دوره پیل کړه

کابل، د وري ۶مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د خپلو فعالیتونو په دوام، نن د دغه وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معینیت کارکوونکو لپاره د روژې اړوندو مسایلو او فضایلو درې میاشتنۍ روزنیزه دوره پیل کړه.

دا د روان ۱۴۰۳مالي کال لومړنۍ روزنیزه دوره ده چې د روژې اړوندو مسایلو او فضایلو د تدریس ترڅنګ، د قرآن عظیم الشان د سورة النور او سورة الأحزاب ترجمه هم په کې کېږي.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د یادې روزنیزې دورې په پراینست‌غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او رشاد رئیس مولوي حاجي محمد طیب، د علم پر اهمیت او فضیلت او همدا رنګه د دین پر اشاعت او بلاغت خبرې وکړې او ویې ویل: د الله (ج) هغه بندګان چې د دین بلاغت او اشاعت کوي؛ له شک پرته چې الله تعالی (ج) هم د هغوی نصرت او حفاظت کوي.

هغه په خپلو خبرو کې، د یادې روزنیزې دورې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې له وخت څخه سمه استفاده وکړي او د عصري علومو ترڅنګ، دیني علوم هم زده کړي او نورو ته یې ورسوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد ریاست یوه دیني، تعلیمي، تربیتي او اصلاحي اداره ده چې د تقریرونو او درسونو له لارو د دین اشاعت او بلاغت کوي. د دغه ریاست د مدرسینو له خوا په درې کټګورۍ کې د وزارت د اړوندو معینیتونو کارکوونکو(رئیسانو او آمرانو، مدیرانو او صفاکارانو او ډریورانو) ته په درېیو میاشتو کې عقیدتي او دیني مسایل تدریس کېږي.

د یاد ریاست د درسونو او روزنیزو دورو د ترسره کولو موخه، د کارکوونکو د دیني وړتیاوو لوړول او له دیني، عقیدتي او اخلاقي موضوعاتو سره د هغوی آشنا کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دوو کلونو په بهیر کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د دغه وزارت د بېلابېلاو برخو کارکوونکو ته د دیني او عقیدتي مسایلو نهه روزنیزې دورې ترسره کړې چې سلګونه کسان ترې فارغ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته