خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د هېواد د پرمختګ له پاره د خلکو پر وحدت، اتفاق او یووالي ټینګار وکړ

کابل/ کب ۱۸مه/ باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مولوي خیر الله خیرخواه د( اطلاعاتو او فرهنګ د ولایتي رئیسانو د همغږۍ او ظرفیت لوړولو) په سیمینار کې ټینګار وکړ چې اوس مهال د فرهنګي چارو له پاره ښه فرصت لاسته راغلی او باید د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور له ودې ملاتړ وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو کارونه وستایل او ویې ویل چې د دې سیمینار یوه موخه دا ده چې د نورو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیسان خپلې غوښتنې، وړاندیزونه، نظریې او ستونزې له رهبرۍ سره شریکې کړي او د ستونزو د حل له پاره وړ لارې وموندل شي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ د ودې له پاره باید له شته امکاناتو څخه ډېره ګټه واخیستل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، یاد وزارت خلکو او په ځانګړي ډول ځوانانو ته د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور په برخه کې د ذهنیت ورکولو له پاره مهم وباله او ویې ویل چې باید د ځوانانو له پاره د زده کړې برنامې جوړې شي او د لیکوالانو، شاعرانو، فرهنګیانو او صنعت کارانو له پاره فرصتونه برابر شي چې د خپلو کارونو له مخې د خلکو او نظام په خدمت کې برخه واخلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست د هېواد د پرمختګ له پاره د خلکو پر وحدت، اتفاق او یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ولسونو د بریا راز په دې کې دی چې د اسلامي امارت تر سېوري لاندې فعالیت وکړي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د اسلامي امارت بریا د قربانیو له برکته وګڼله او ټينګار یې وکړ چې ټول باید د اسلامي اصولو په رڼا کې د خپل هېواد په رغولو کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد د اسلامي ارزښتونو په خوندیتوب او د ملي ګټو او فرهنګي ودې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیسانو رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې د رسنیزو چارو، د ولس او اسلامي امارت ترمنځ د همغږۍ، نږدېوالي او د جهاد د لاسته راوړنو د خوندي ساتلو په برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ډېر مسوولیت لري. په خبره یې اسلامي امارت په اعتدال باور لري او افراطیت نه مني.

هغه زیاته کړه، د هېواد رسنې باید په خپلو ریپوټونو، خبرونو او خپرونو کې اعتدال په پام کې ونیسي او هغه مسئلې چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر خلاف وي او یووالی له ګواښ سره مخ کوي، مخنیوی یې وکړي.

ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیسانو وغوښتل چې په خپلو ولایتونو کې د رسنیو له چارواکو او کارکوونکو سره همکاري وکړي او د اړتیا وړ معلومات هغوی ته ورکړي ترڅو رسنۍ وکړای شي د خلکو غږ تر اسلامي امارت ورسوي.

د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د ذهنونو په روښانولو کې د رسنیو رول او مسؤولیت مهم وباله.

په سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مشاور مولوي احسان الله د ځوانانو د مسؤولیتونو په باب معلومات ورکړل او د هېواد په بېلابېلو چارو په تېره بیا د هېواد په پرمختګ کې یې د هغوی رول اغېزمن وباله.

ورپسې د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نور احمد سعید، د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نور محمد حنیف، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شبیر احمد عثماني، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نعیم الله حقاني د ترسره شویو فعالیتونو راپورونه شریک کړل.

دوی دغه راز د انټرنټ ، تخصیص،  بودجې ، ترانسپورت، د تاریخي ځایونو ساتنې او بیا رغونې ته د نه پاملرنې، د ولسوالیو په کچه د کتابتونونو د جوړېدو او د ځوانانو له پاره د تعلیمي او فرهنګي پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې خپلې غوښتنې او ستونزې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معین مولوي سعد الدین سعید وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د غوښتنو، وړاندیزونو، طرحو او نظرونو او همدارنګه د شته ستونزو د حلولو په هڅه کې دی او له هغوی یې وغوښتل چې د کارونو د ښه والي له پاره له پخوا څخه ډېرې هڅې وکړي.

احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته