ټولنه

دپنجشير سيند دتګلوري دپاکولو کار پيلېږي .

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
ټاکل شوې ده  دانرژى اواوبو وزارت دپنجشير ولايت دخينج  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپنجشير سيند دتګلوري دپاکولو کار پيل کړي .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دپنجشير دوالي وياند مرستيال محمد منصور عنابي  وايي چې دانرژى  او اوبو وزارت يوشمير انجنيران دخينج  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دپنجشير سيند دتګلوري دمقدماتي سروې په خاطر دغې ساحې ته تللي دي چې له نږدې  ستونزه وڅيړي او دساحې دپاکولو کار پيل کړي .
کابو اته مياشتې مخکې دپيشغور په کلي کې ديوه حوض دماتيدواو د سېلاو دراوتلو له امله په دې سيمه کې دسيند داوبوتګلورى  په بشپړه توګه بند شوى و 
ختم_ ف _ اکرم                              

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته