خبرونهسیاستTOP

د اداري کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

کابل، د کب ۲۰مه، باختر
د رياست الوزراء اداري معاونیت د اداري کمېسيون نوبتي غونډې د تر سره کېدو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي د افغانستان اسلامي امارت د اداري کمېسيون غونډه نن د رياست الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د ياد کمېسيون د غړو او د ماليې وزارت د مسلکي استازو په ګډون ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې په دې غونډه کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د لارښوونې پر اساس، په منظور شوې بودیجه کې د تعديلاتو پر کړنلاره بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته