کابلباختردجوزا١٤
دکار او ټولنيزو چارو وزارت باخترآژانس ته د يوليک په ليږلو سره له هيوادوالو څخه غوښتي دي چې په سعودي عربستان کې د غيرقانوني استوګنې نيت ونه کړي.
په دغه ليک کې د سعودي عربستان د حکومت د بهرنيو اتباعو د ادارې د تصميم يادونه شوې ده چې بايد غير سعودي کارګران چې په غيرقانوني ډول په دغه هيواد کې استوګنه لري؛ نيول کيږي او د ګوتې د نښې له اخيستلو وروسته خپلو هيوادونو ته يې استول کيږي.
دکار او ټولنيزو چارو وزارت په دې ليک کې څرګنده کړې ده، هغه کسان چې د کار په نيت په غيرقانوني ډول او يا د حج له ويزې څخه په استفادې سره سعودي عربستان ته ځي او نه غواړي په ټاکلى وخت کې خپل هيوادته راستانه شي؛ په حالت پو هيدو سره له خپل تصميم څخه تيرشي.
1 1 دقیقه لوستل