نړۍ

دچېن – پاکستان داستخباراتي اطلاعاتو تبادله

دپاکستان دوسله وال پوځ لوى درستيز جنرال پرويز اشفاق کېاني پرون وويل چې پاکستان دبنسټ پالنې پرخلاف له چېن سره داستخباراتي اطلاعاتو دراکړي ورکړي له لاري همکاري کوي.

دپاکستان دخصوصي شبکي جيو دانترنتي سايت دخبرله مخې جنرال کېاني وويل دغه همکاري به په سيمه کې دسولې په ټينګښت کې مرسته وکړي.

دپاکستان لوي درستيز دپاکستان اوچېن دګډو پوځي ګډتمرينونو دکتنې په باب چې په راتلوونکو دوو اوونيو کې ترسره کېږي له رسنيو سره خبري کولي .

دپاکستان د ډان ورځپاڼې هم ددغه هيواد دلوى درستيز له خوا وليکل چې دپاکستان او چېن دپوځي همکاريو هدف پريو مشخص هيواد دتيرۍ پربنسټ نه دى او دواړه هيوادونه پرانستي موضوعګانو هيڅ اختلاف نه لري .

په خبر کې ددغو تمرينونو داجراکولو په دقيق ځاى او نورو جزئياتو ته اشاره نه ده شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته