خبرونهامنیت

ديارلس بنديان د طالبانو له جېل څخه وژغورل شول

– کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
په هلمند کې د وسله والوطالبانو پر يو جېل د کومانډوځواکونو په بريد کې ١٣ بنديان د طالبانو له منګولو څخه وژغورل شول.
د کومانډو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ تېره شپه ناوخته په واشير ولسوالۍ کې د طالپانو پر دغه جېل بريد وکړ.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ طالبان کله چې د کومانډویانو پر بريد خبر شول، له دغو بنديانو سره ګاونډيو کليو ته وتښتېدل.
د ځانګړو عملياتو قول اردو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغه بريد کې يو پوليس او ١٢ ملکيان د طالبانو له منګولو څخه وژغورل شول.
دغه کسان د وروستي يو کال په بهير کې د هېواد د جنوپ له بېلابېلو سيمو څخه د طالبانو له خوا تښتول شوي و او په دې بندخونه کې ساتل کېدل.
د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې تښتول شوي کسان خپلو کورنيو ته ستانه شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته