امنیت

دميربچه کوټ په ځانمرګي بريد کې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول .

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :

 په هغه ځانمرګي بريد کې چې نن دکابل ولايت په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې ترسره شو درې تنه عام وګړي ټپيان شول .

 دکورنيو چارووزارت دويندوى مرستيال نجيب الله دانش باختراژانس ته وويل ځانمرګي يرغلګر له سرمه يي رنګه کرولا ډوله موټر څخه په استفادې سره چې غوښتل يې دميربچه کوټ له ولسوالۍ څخه تير شي دپلټنې دپوستې  دشک وړ وګرځيد او په خپل موټر کې ځاى پرځاى کړي شوي  چاوديدونکي توکي يې وچول .

 ده وويل دغه پيښه دميربچه کوټ ولسوالۍ  دپل صوفيان په ساحه کې رامنځته شوه اوله امله يې يواځې ځانمرګي يرغلګر ووژل شو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى

 دانش وويل : درې تنه ملکي وګړي چې ټپيان شوي دي  ددرملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته