خبرونهنړۍ

دوحه کې خبرې؛ صهیونست پلاوی نن دوشنبې قطر ته ځي

نړۍ، د کب ۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

اسرایلي رسنیو خبر ورکړی، چې ټاکل شوې نن دوشنبې د صهیونست رژیم یو پلاوی له فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول حماس غورځنګ سره د اسیرانو د تبادلې په اړه د خبرو لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته ولاړ شي.

ځینو نورو رسنیو بیا د سرچینو له قوله ویلي، چې ممکن د دغو خبرو په پایله کې یو شپږمیاشتېنی اوربند اعلان شي.

منځني ختیځ کې نورې اړوندې پېښې…

د لبنان حزب الله د شمالي فلسطین اشغالي سیمو کې د صهیونست پوځ مرکزونه په نښه کړي او د اسرایلي پوځ ته یې د حتمي مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

دغه راز اسرایلي ځواکونو هم د لبنان په جنوب کې د حزب الله پر نظامیانو برید کړی دی.

د منځني ختیځ په یوې بلې څنډه کې بیا د امریکا پوځ په سرې بحیره کې د یمن د پوځ له لوري د دوی پر کیښتیو د توغندیزو بریدونو خبر ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته