امنیت

د هلمند والي د وروستۍ تروريستي پيښې د ټپيانو داحوالو پوښتنه وکړه

 لشکرګاه باختر دچنګاښ دمياشتې ٥ :
دهلمندوالي  په لښکرګاه ښارکې دوروستۍ تروريستي پيښې  دټپيانو داحوالو
پوښتنه وکړه.
دباخترآژانس دخبرله مخې  : د هلمند والي حيات الله  حيات چې  يوشمير پوځي مسوولين ورسره ملګري وو ، ددغه ولايت په ايمرجنسي روغتون کې د وروستۍ ترورستي پيښې دټپيانو داحوالو پوښتنه وکړه.
د هلمندوالي دايمرجنسي روغتون له ډاکترانو سره دخبرو په ترڅ کې له هغوى څخه وغوښتل چې دټپيانو ددرملني په برخه کې دې  له هيڅ راز  هلوځلو څخه  ډډه ونه کړي.
ده زياته کړه  هغه ټپيان  چې په دغه ولايت کې يې د درملني امکانات نه وې  دښيې درملنې لپاره دې کابل ته ليږدول شي .
ده له  نږدې له  ټپيانو سره خبري وکړې  اوهغوى ته يې  د لوى خداى ج له  دربار څخه دسملاسي روغتيا هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته