کابل باختردکب دمياشتې ٢١ :
دمزارشريف ښار په واټونو کې دهغو څراغونو دځړولو کار چې له لمريزي روښاني څخه چارچېږي پرون پيل شو .
دمزارشريف دښاروالۍ مرستيال کمال الدين باختراژانس ته وويل دغه اداره په پام کې لري چې دڅه دپاسه زر دغه شان څراغونه دمزاشريف ښار واټونو دروښانه کولو لپاره وځړوي .
دده دڅرگندونوله مخې دغه څراغونه دمزارشريف ښاروالۍ له بودجي څخه ديو مليون افغانيو په لګښت دبريښنا دلګښت دمخنيوي او دښار اودروضيې شريف دشاوخوا ساحودلازياتي ښکلا په خاطر د ١٣٩١ کال دغبرګولي دمياشتې ترپاى پورې په ټاکلو واټونو کې ځړول کېږي .
خبرځاى زياته کړه تراوسه پوري دوه سوه پنځوس ستنې درول شوي دي اوپه هغه صورت کې چې دغه پروګرام بريالي وي له ازبکستان څخه په وارداتي بريښناباندې فشار کمښت مومي .
ده زياته کړه دغه پروګرام په داسې حال کې عملي کېږي چې په بلخ ولايت کې دبريښنا پرچاوي له دريو کلونو ر ا په دې خوا دخلکو اساسي ستونزي دي.