کابل- باختر- د مرغومي د مياشتې ٧مه
د پکتیکا ولايت مرستیال عطاءالله فضلي باختر اژانس ته وویل چې په دغو مرستو کې پنځه اويا کیلو وریجې، پنځه ويشت کیلو لوبیا، پنځلس کیلو غوړي، پنځه کیلو بوره او دوه کیلو مالګه شامله ده.
دی وايي، دغه مرسته د افغاني سرې میاشتې د ټولنې او نړیوال سره صلیب له لوري اړو کورنيو ته برابره شوې وه.
فضلي زياته کړه، هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د مرستندويو موسسو په همکارۍ بې وزلو کسانو ته اړینې مرستې وویشي.
دی په دې برخه کې له ټولو مرستندويو ادارو او بنسټونو غوښتنه کوي چې د ژمي په سړه هوا کې له بې وزلو او مستحقو خلکو سره مرستې و کړي.#
0 د یوې دقیقې څخه لږ