ټولنه

دشمال زون فعالو ميرمنو يوه غونډه جوړه کړه

دهيواد دشمال داتو ولايتونو فعالو ميرمنو پرون په کندز ولايت کې  يوه غونډه جوړه کړه او دبن ددويم کنفرانس لپاره يې خپلي نظريي  او وړانديزونه برابر کړل.

دکندزله ښارڅخه دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې په دې غونډه کې دتخار ، بدخشان ، بغلان ، کندز ، سمنګانو ، بلخ ، سرپل اودجوزجان دولايتونو دسياسي برخې فعالو ميرمنو په ښارکې ددوو ورځو غونډو په ترڅ کې خپلې  نظريې او  وړانديزونه په يو سند کې برابر کړل چې دبن په دويم کنفرانس کې ددوي داستازو له خوا وړاندې شي.

په دې غونډه کې دبغلان ولايت دښځو  دچارو مسوولې رحيمي ظريفي ،  دتخار له ولايتي شورا څخه سيمين حسيني اودکندز دولايتي شورا غړي کريمي صادقي  په خپلوخبروکې ولي دي تراوسه هم هغه ستونزي چې ښځې ورسره مخامخې دي له منځه نه دي وړل شوي  او هيله يې کړې ده چې دبن په راتلوونکې دويم کنفرانس کې دغو ستونزو ته پاملرنه وشي .

ددغو ولايتونو دميرمنو غونډه نن پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته