کابل/ باختر/ دکب د مياشتې ٥مه
درې تنه وسله وال طالبان پرون په ننګرهار ولايت کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو له ځواکونوسره په جګړه کې ټپيان شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو يو تن مسوول دباختر اژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو د دُربابا ولسوالۍ د دربند په سيمه کې د سرحدي ځواکونو پر پوستې بريد وکړ چې د پوستې د ځواکونو د مقاومت په نتيجه کې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
ده وويل چې په دې نښته کې سرحدي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ