امنیت

اجرایيه رئیس د غزني د اوسېدونکو ستونزو واورېدې

کابل باختر دتلي ديرشمه

په ولسي جرګه کې د غزني ولایت یوشمېر استازو او یوشمېر قومي مشرانو او مخورو له اجرایيه رئیس سره په دغه ولایت کې له روانو امنیتي ستونزو او نا برابرۍ سر وټکاوه.

دغو وکیلانو او قومي مشرانو وویل، چې په غزني کې که څه هم چې یو ښه ټيم او ښه همغږي رامنځته شوې، چې تر ډېره یې په امنیتي وضعیت مثبت اغېزه کړې ده؛ خو بیاهم په ناوه ولسوالۍ کې چې د وسله والو مرکز ګرځېدلې او ځایي اوسېدونکي یې سخت تر ظلم لاندې نیولي چاڼيز عملیات ترسره شي.

هغوی دغه راز زیاته کړه، چې په غزني کې ټولو قومونو په ګډه او د ورورۍ ژوند کړی؛ خو اوس وسله والو مخالفينو داسې رواني جګړه او تبلیغات هم پيل کړي، چې موخه یې په دغه ولایت کې د قومي مسایلو او شخړو را منځته کول دي.

دوی دغه راز په دې ولایت کې په مالستان کې د لارې بندېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې هر څه ژر دې دغه لاره پرانستل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له خلکو نه د ملي یووالي د غوښتلو ترڅنګ وویل، چې دوی باید په هر حالت کې خپل اوسنی يووالی له لاسه ورنکړي بلکې د پياوړتيا لپاره يې هڅې وکړي.

ده وويل د غزني د امنيت لپاره به جدي هڅې وکړي او په دې ولايت کې شته همغږي به پياوړې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته