خبرونهنړۍ

درنه مرګ ژوبله، د غزې په سویل کې ۱۴ صهیونست پوځيان وژل شوي

نړۍ، د وري ۱۹مه، بهرنۍ رسنۍ

حماس غورځنګ او نورو فلسطیني جهادي ډلو غزه کې د ۱۴ اسرایلي پوځيانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

دغې ادعا کې راغلي، چې د دغو پوځيانو له ډلې ۹ یې د غزې په ختیځه( الزنا )سیمه کې او ۵ نور یې په العمل سیمه کې وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان شوي هم دي.

اسرایلي پوځ بیا غزه کې د تېرې شپې په بریدونو کې یواځې د خپلو ۴ سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د اسرایلي رژیم د دفاع وزارت د رسمي شمېرو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۰۴ اسرایلي پوځيان وژل شوي، خو د فلسطیني جهادي ډلو د ادعا او د روانې جګړې پېچلتیا او سختوالي ته په کتو اټکل کیږي دغې جګړه کې تر شلو زرو ډېر صهیونست پوځیان وژل شوي او یا همداسې ټپیان شوي، چې د بدن مهم غړي یې له لاسه ورکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته