کابل – باختر دوږې دمياشتې ٤
دحج او اقافو وزارت خبرتيا:
ټولو کابل ښاريانو او دولتي مقاماتو ته خبر ورکول کيږي چې دحاجيانو دچارو د تنظيم بهرله څه مودې راپه دې خوا دعيد ګاه په جامع جومات کې پيل شوى دى او اوس دتمثيلي کعبې په درولو سره د حاجيانو عملي لوست دوام لري او د حج دتنظيم او روزنې پروګرامونه پيل شوي دي چې دپروګرام برخه وال حاجيان ٢٤ ساعته دعيدګاه په جامع جومات کې دي .
له همدې امله په درنښت سره غوښتنه کيږي چې د فاتحې اخستلو مراسم دې دکابل ښار په يو بل سترجومات کې پرځاى شي او دحج او اوقافو وزارت دجوماتو او حسينورياستونه به په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
12 د یوې دقیقې څخه لږ