روغتیا

دافغانستان طبي شورا لومړي کنفرانس جوړ کړ .

دافغانستان طبي شورا لومړي کنفرانس   پرون پيل شو .

 دغه کنفرانس دطب د ډاکترانو دښو خدمتونو په تنظيمولو کې داغيزمنو لارو چارو دموندلو په هدف دافغانستان دطبي شورا له خوا دکابل طبي پوهنتون په تالار کې جوړ شو .

 دلوړو زده کړووزارت دخپرونو رييس پوهنمل عبدالعظيم نوربخش دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل، دافغانستان طبي شورا دطبي ډاکترانو دمناسبو ،اغيزمنو اوکيفيت لرونکو خدمتونو دتنظيمولو او دغه راز داړو خلک دمصوونيت او سوکالي  دتامينولو په مقصد جوړه شوې ده .

 پوهنمل  نور بخش زياته کړه: دغه شورا به دطبي ډاکترانو دفعاليت دمعياري کولو په مقصد هلې ځلې وکړي او دهغو خطرونو مخنيوي کوي چې دځينوطبي مسلکي کسانو له خوا اړو کسانو ته متوجه دي .

 ددغه کنفراسن دپرانستلو په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت علمي معين پوهنوال محمد عثمان بابري دوزارت په استازيتوب  دشورا دهدفونو ملاتړ وکړ او هيله يې وکړه چې دغه شورا دباکيفته طبابت  لپاره ارزښتناک ګامونه واخلي .

 وروسته دعامې روغتيا وزارت معينې ډاکترې نادرې حيات وويل، ددغه شان شوراجوړول دعامې روغتيا وزارت يوه پخوانۍ هيله وه او دايې دطبابت  دښه والي لپاره يوښه ګام وباله .

  په دغو مراسمو کې دولسي جرګې غړي ډاکترنقيب الله ، دکابل دطبي  پوهنتون رييس پوهاند شيرين اقا ظريف  ، دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون رييسې ډاکترې سيما سحر او دنړيوالو موسسو استازو هم برخه لرله .

  د کنفرانس کار به دوه ورځې نور هم  دوام وکړي .

 دافغانستان  طبي شورا غواړي دهغو ډاکترانو پرخلاف چې دمسلکي  ستندردونو پرخلاف کارکوي انضباطي  اقدام وشي او هم له ډاکترانو څخه غواړي چې دورځې له اړتياو سره سم دخپلې پوهي کچه برابره کړي او دغه راز دهيوادونو له طبي شوراګانو سره دعلمي او څيړنيز تواميت رامنځته کول  او په دې برخ کې دعامه پوهاوي لپاره دمعلوماتو وړاندي کول ددغې شورا  هدفونه دي .

 په دې  حال کې دکابل دطب پوهنتون داستادانو  دټولنې رييس پوهندوي ډاکتر عصمت الله  سجاد دباختر اطلاعاتي اژانس  ته وويل ،ددغې شورا دجوړولو لپاره طرحي دهغوى له خوا جمهور رييس ته پيشنهاد شوې وې .

  ده  څرګنده کړه :دغه شان شورا بايد د ازادو ټولنو او اتحاديو له خواجوړه شي  تر څوچې د ډاکترانو دفعاليت دښه والي تر څنګ دهغوى دحقوقو دفاع هم وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته