خبرونهاقتصادټولنهTOP

خوست ښاروالۍ تېر کال څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د وري ۱۶ مه، باختر

د خوست ښاروالۍ سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د ۲۱۱ میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال د یاد ریاست د حساب ورکولو غونډې پر مهال ویلي چې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې ۲۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د وړم کال په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغولو پروژې هم پلي کوي.

بلال همدارنګه ویلي: «خوست ښاروالۍ ولس ته د شفاف حساب ورکولو اصل ته ژمنه ده او په یاده برخه کې ربعوارې او کلنۍ ناستې برابروي»

هغه تېر ۱۴۰۲ مالي کال له لاسته روړنو ډک یاد کړ او زیاته کړې یې ده چې یاد عواید په شفافه توګه راټولېږي او بېرته ښار کې په مصرف رسېږي.

بلخوا د خوست ښار اوسېدونکي په ښار کې د بشپړو شویو او روانو رغنیزو پروژو خوښ دي او راتلونکي کې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته