سیاستخبرونهټولنهTOP

حنفي: اسلامي امارت د بېرته راستنو شویو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په موخه له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي

کابل، د کب ۱۳مه، باختر
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي پرون د بغلان ولایت له یو شمېر دیني عالمانو او بېرته راستنو شویو هېوادوالو سره وکتل.
په دې کتنه کې یادو عالمانو او راستنو شویو هېوادوالو د بغلان د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:”د بغلان سیمه ییز مسوولین د امنیت د تامین، خلکو ته د لازیاتې هوساینې د رامنځته کولو او د دوی ستونزو د حل په برخه کې هڅې کوي او د بېرته راستنو شویو هېوادوالو د لېږد، ځای پرځای کولو او مېشتولو لپاره د لازمو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د خپلو امکاناتو په محدوده کې هلې ځلې کوي”.
په همدې حال کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، خلکو ته د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او دوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي څرګنده کړه، اسلامي امارت د بېرته راستنو شویو د لېږد، ځای پرځای کولو او دوی ته د کارموندنې په برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو په موخه له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته