سیاستخبرونهټولنهTOP

حقاني: موږ ته د نظام اصول تر هر څه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید د نظام له اصولو سره سم ترسره شي

کابل، د کب ۱۳مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي ادارې، د اسیایي دفتر له مشرې های کیونګ جون سره وکتل.
په دغه کتنه کې د تازه راستنو شویو، داخلي بېځايه شویو او په راتلونکي کې راستنېدونکو لپاره د بشري مرستو او خدماتو وړاندې کولو په میکانیزم خبرې وشوې.
های کیونګ جون وویل چې افغانستان ته یې د راتګ موخه دلته د کډوالو وضیعت له نږدې څارل او د جینوا په راتلونکي ناسته کې یې شریکول دي.
نوموړې همدا راز د یادې ادارې ځینې ستونزې شریکې کړي او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ورته مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني نوموړې ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د کډوالو چارو وزارت هم یو بشري ارګان دی او له هرډول تبعیض پرته هېوادوالو ته خپل خدمات ترسره کوي.
حقاني زیاته کړه، موږ ته د نظام اصول تر هر څه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید د نظام له اصولو سره سم ترسره شي.
نوموړي په کارونو کې په همغږۍ، شفافیت او د فساد په مخنیوي ټینګار وکړ.
په کتنه کې د دغه وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد هم په تفاهم او همغږۍ ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته