سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

جلدي سرطان؛ د اسرایلو ارادې له خطره ډکې برېښي

کابل، د کب ۱۹ مه، باختر

تبصره

وروسته تر هغې چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې اسرایلي ځواکونو پر غزې برید وکړ او په لړ کې یې تر سلو زرو ډېر فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړل، اوس هڅه کوي، چې د مظلومو فلسطینیانو نورې ځمکې ونیسي او یهودي مېشتي ښارګوټي په کې جوړ کړي، ویل کېږي د اسرایلو له لوري د کور جوړونې په دغې نوې لړۍ کې ۳۵۰۰ کورونه جوړ شي.

اسرایل څه غواړي؟

اسرایل، چې له رامنځته کېدو تر اوسه یې هڅه کړې فلسطینینان په یو نه یو ډول وځوروي او دېته یې اړ کړي، چې خپلې ځمکې پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي، هغه تګلاره چې تر دا مهاله په کې صهیونست پوځونه په کې بریالي هم دي او د فلسطینیانو په دېرو ځمکو یې یهودي مېشتي ښارګوټي جوړ کړي دي.

صهیونستان غواړي، چې سیمه کې مسلمانان د دوی تر حاکمیت لاندې داسې ژوند وکړي، چې له ځان، بیت المقدس او خپلو ځمکو څخه د دفاع لپاره وسلې ته لاس نه کړي او تل د غلامۍ ژوند وکړي، تر څو دوی وکولی شي د فلسطینیانوځمکې غصب او د نړۍ په نورو سیمو کې شر جوړولو ته لاره هواره کړي، خو لیدل کېږي، چې فلسطینیان له کلونو راهیسې په تش لاس د اسرایلو پر وړاندې مبارزه کوي او په یو نه یو ډول یې د پلانونو د تطبیق کولو مخه نیسي.

اوس چې اسرایلیان په ښکاره ډول د فلسطینیانو وژنې او د هغوی د ځمکو غصب ته دوام ورکوي، نو په کار ده، چې نړیوال په ځانګړي ډول عرب (د اسرایلو او فلسطین ګاونډیان) یې مخ ونیسي، ځکه نن یې که د فلسطینیانو ځمکې ونیولې، سبا له نورو عربو او له عربي نړۍ ورهاخوا له نورې اسلامي نړۍ یې هم سترګې نه سوځي او که اسلامي نړۍ د صهیونستانو پر وړاندې و نه درېږي نو اسرایل د ځمکې پر مخ جلدي وژونکې ناروغۍ ده، یوه ورځ به یې اغېزې تر نورې اسلامي نړۍ هم ورسېږي او هغه وخت به بیا اوبه له ورخه تېرې وي.

نو د صهیونستانو اداره کول، د یو خپلواک فلسطین رامنځته کول او د اسرایلو له اشغاله د فلسطینیانو د ځمکو ازادول د وخت مهمه اړتیا ده او باید وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته