خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل/ د کب ١٤ مه / باختر

د ملګروملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه چې  د چهارشنبې په شپه جوړه شوه د افغانستان د اقتصاد پر بیارغولو متمرکزه وه.

د باختراژانس مفسر ليکي: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په شپه د افغانستان په اړه غونډه وکړه، په دې غونډه کې زياترو برخه والو د افغانستان د اقتصاد پر بیا رغولو او د نړیوالو مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ.

د افغانستان اسلامي امارت راتګ سره دا د افغانستان په اړه د ملګرو متلونو د امنیت شورا دویمه ناسته ده، د امنیت شورا تېره غونډه د افغانستان پر امنیتي وضعیت او دا چې اسلامي امارت باید له ترهګرو ډلو او شبکو سره هېڅ ډول اړيکې ونلري متمرکزه وه، خو دویمه غونډه کې  زياتره پر اقتصادي مسايلو او دا چې نړۍ بايد له افغانستان سره  په تعامل کې شي خبرې شوې دي او دا کېداى شي د نړۍ په کچه له افغانستان څخه يو مثبت تعبير وي او داسې ښکاري  چې نړۍ د افغانستان او اسلامي امارت واقعیتونه درک کوي او د دغه هېواد پر وړاندې فعاله او مثبته تګلاره تعقیبوي.

په تېرو وختو کې د افغانستان په اړه زيات بحثونه د تروریستي ډلو پرشتون او له افغانستان څخه د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ته په متوجه ګواښ متمرکز شوي دي او یو شمېر شریرو هېوادونو دغه ډول بحثونو ته لمن وهله، خو د اسلامي امارت له لوري تر سره شويو فعالیتونو او ستراتېژۍ وښودله چې دا ډول تورونه  په افغانستان کې حقایق نه انعکاس کوي.

د اسلامي امارت په بيا واکمنۍ سره دا تمه کېده چې نړۍ به  په افغانستان کې یوه منطقي بحث ته ننوځي او شته اقتصادي ستونزې به حل کړي، خو يو شمېرهېوادونو له نوي  نظام  سره د همکارۍ پر ځاى مخالفت وکړ هغه دا چې څنکه باید دغه نظام د نړیوالو لخوا تحریم شي.

په افغانستان کې نن ورځ یوازینۍ ستونزه خراب اقتصادي وضعیت دی، نه امنیتي او سیاسي مسایل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي استازې دیبرا لاینز د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې وویل چې د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره باید نړۍ د افغانستان له اوسني حکومت سره همکاري وکړي.

هغه ننګونې چې لا هم  د افغانستان اقتصاد ګواښي، د نړیوالو تادیاتو محدودیتونه، پیسو ته نه لاسرسی، د نغدو پيسو نشتوالی او د مرکزي بانک په فعالیت کې محدودیتونه دي.

په دې کتنه کې د چین استازي د امریکا له لورې د افغانستان د کنګل شويو  پيسو د آزادولوغوښتنه وکړه، ژانګ جون وویل:  دا سخاوت نه دی چې نور له خپلو پیسو محروم شي، تاسو د دې پیسو نیمایي د ځان لپاره وساتئ او پاتې نیمې یې افغانستان ته د مرستې په توګه واستوئ.  دا خیرات نه دی بلکې غلا ده، د افغانستان پیسې باید له شرط  پرته خوشې شي.

د نوموړي اشاره د امریکا هغه اقدام ته ده، چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو په زېرمو کې یې شاوخوا ١٠ میلیارده ډالره کنګل کړي، وروسته یې ٧ ميلیارده ډالره آزاد کړل او نیمایي یې ملګرو ملتونو ته ورکړي چې د افغانستان د خلکو لپاره په بشري  چارو ولګول شي او پاتې نیمايي به د سپټمبر د یوولسمې  پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي؛ خو دغه اقدام په هېواد او بهر کې غبرګونونه راوپارول.

باید وویل شي، چې د امریکا او نړیوال بانک له لوري د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګل کول او همدا راز د امریکا له خوا د افغانستان پر خلکو د بندیزونو لګول د دغه هېواد د خلکو اقتصادي وضعیت دومره خراب کړ چې له امله یې نړۍ د افغانستان د اقتصادي نظام  د سقوط خبرداری ورکړی دی.

د افغانانو په نظر، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې په افغانستان کې پرسختو مسایلو، د دغه هېواد د اقتصاد پر ښه کولو او په افغانستان کې د کنګل شویو شتمنیو پر خلاصون تمرکز شوی دی.

دا غونډه په دې پیغام سره پیل او پاى ته ورسېده چې نړۍ دې د تورونو او دسیسو پر ځای له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته پام وکړي او د دښمنۍ پر ځای دې د افغانستان له نوي نظام سره د تعامل لاره خپله کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته