کابل، د وري ۱۶ مه، باختر
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د تایوان په پرونۍ زلزله کې د ټپیانو شمېر ۱۰۳۸ او د مړو شمېر ۹ ته رسېدلی.
د معلوماتو له مخې د ۹۳ تنو د ژغورنې هڅې روانې دي او ۵۲ نور نادرکه دي.
دغې زلزلې سړکونه او ودانۍ ویجاړې کړې دي او دغه راز د برېښنا مزي یې پرې او نور ګڼ خدمات یې له ستونزو او په ځینو سیمو کې په ټپه درولي.
دغه زلزله پرون چهارشنبې په ځایي وخت سهار مهال د تایوان په ختیځ کې رامنځته شوه، چې زورور ټکانونه یې په فیلیپین، چین او جاپان کې هم حس شول.