کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر
د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د جنايي جرمونو په تور ۱۹تنه نیول شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان په مرکز سربېره په ولسوالیو کې د غلا، نشه يي توکو د پلور، وسلو ګرځولو او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د نیولو شویو کسانو دوسیې به لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.