خبرونهاقتصادTOPټولنه

بغلان کې د ۵۰۰ زره نیالګیو کینولو بهیر پیل شو

کابل، د سلواغې ۲۵ مه، باختر

د بغلان د چاپیریال ساتنې او بغلان پوهنتون له لوري د نیالګيو کینولو کمپاین پیل شو.

د بغلان د چاپیریال ساتنې رییس عین الدین کریمي وویل، چې په مرکز او ولسوالیو کې د دې کمپاین پر مهال د اغاخان او نورو نادولتي او دولتي بنسټونو په مرسته ۵۰۰ زره نیالګي کینول کېږي، چې ۳۰ سلنه یې میوه لرونکې او ۷۰ سلنه یې بې میوې دي.

د بغلان ولایت مقام د دفتر رییس مولوي لعل جان راشد د نیالګیو کینول د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې ولایتي اداره د بغلان د سمسورتیا لپاره په نه ستړي کېدونکي ډول هلې ځلې کوي.

د بغلان اوسېدونکي شیراغا وویل: «موږ ډېر خوشاله یو چې په بغلان کې نیالګی کینول کېږي او په دې سره به د ښار ښکلا هم زیاته شي او هم به د هوا ککړتیا په مخنیوي کې مرسته وکړي».

د بغلان بل اوسېدونکي سید محمد وویل :«ولس او حکومت ته په کار ده چې باید د نیالګیو د ساتنې لپاره منظم پلان جوړ کړي، څو د نیالګیو ساتنه هم وشي او هېواد مو هم اباد شي».

په ورته وخت کې د چاپیریال د برخې کارپوهان وایي، د ټولنې هر فرد مکلف دی چې د یوه نیالګي د کینولو ترڅنګ له مسولینو سره د دغو نیالګیو په ساتنه کې هم پوره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته