نړۍ

بريتانيا دايران پرخلاف نوى بنديزونه ولګول

دبريتانيا حکومت پرون دايران داتومې پروګرام له امله پردغه هيواد نوى بنديزونه ولګول .

ددغو نويو بنديزونو هدف دايران مالي سکتور دي ددغه هيواد له بانکونو سره داړيکو شلول دي .

دباختر اطلاعاتي اژانس دليبرتې راډيو دخبري سايت له خولې خبر راکړ چې د بريتانيا ، دامريکا دمتحده ايالاتو او دکانادا دهيوادونو حکومتونو پرون په جلا جلا توګه اعلام وکړ چې داتومې وسلو دتوليد دپروګرام دبندولو لپاره به دنړيوالې ټولنې دغوښتنې په وړاندې دايران دمقاومت په ځواب کې ددغه هيواد پر اقتصاد باندې دزيات فشار راوستلو په مقصد په نويو اقداماتو لاس پورې کوي .

دامريکا دخزانو وزارت مقاماتو ويلي دي پر ايران باندې دزيات فشار راوستلو لپاره به ډير ژر ددغه هيواد پرضدنوى مالي اقدامات اعلام کړې .

دهمدي خبر له مخې دامريکا دبهرنيوچارو وزيرې ميرمن هيلري کلنتن تيره شپه دامريکا دخزانو له وزيره سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې دهيواد جمهور رييس بارک اوباما يو داسي حکم لاسليک کړي دي چې له مخي يي دلومړۍ ځل لپاره دايران په پتروشيمې صنايعو بنديز لګول شوي دي او دايران داقتصاد ددغه سکتور دخدماتو اوتکنالوژي دوسايلو په تامينولو کې هم دغه بنديز لګول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته