خبرونهامنیتفرهنګ

بدخشان کې د یوه تاریخي اثر له قاچاق څخه مخنیوی شوی

کابل، د کب ۲۸مه، باختر

بدخشان کې د استخباراتو منسوبینو د هغه تاریخي اثر له قاچاق او پلور څخه مخنیوی کړی، چې ۳۳۴ کاله لرغونوالی لري.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر ذبیح الله امیري ویلي، چې دغه اثر د ۹ متره په اوږدوالي، ۴۰ سانتي عرض او ۳۰۰ ګرامه وزن په درلودلو  سره یو ځانګړی کاغذ دی، چې د طلا او لاجوردو له اوبو څخه په استفادې په کې له ادم ع څخه تر حضرت محمد ص پورې د پیغمبرانو شجره لیکل شوې ده.

د نوموړي په خبره قاچاقچیانو غوښتل دغه اثر د هغه له ساتونکي څخه په ۴ سوه زره امریکایي ډالر وپېري او بهر یې قاچاق کړي.

امیري زیاته کړې، چې لومړني معلومات ښيي، دغه اثر ۳۳۴ کاله پخوانی دی، خو د قدامت په اړه یې د لا ډېرو څېړنو لپاره به متخصیصنو ته راجع شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته