سیاست

ولسي جرګې د سرحدونو، قومونو او قبایلود چارو وزیر استجواب کړ.

دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر دباختر اطلا عاتي اژانس ته خبر ورکړ

په  هغې غونډه کې، چې د عبدالرووف ابراهیمي په ریاست جوړه شوې وه، په سر کې وکیلانو د خپلو موکلینو ځینې سیمه ییزې ستونزې مطرح کړې او له حکومتي چارواکويې د هغو د حل غوښتونکي شول.

 

په ولسي جرګه کې د خلکو استازو په کابل کې ښار د بې ځایه شویو خلکو ستونزې مطرح کړې او ویې ویل، د سړې هوا له امله ددغو خلکو ماشومانو او سپین ږیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

وکیلانو د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د ژمي او واورې ښویدنې له امله د زیانمنو خلکو د ستونزو د نه اواري په برخه کې له پيښو سره د مبارزې په کميټي نیوکې وکړې.

 

یو شمیر وکیلانو په ادارو کې د اداري فساد د زیاتوالي او د پاسپورټ د اخیستو په برخه کې د کمیشن کارانو د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه خبرې وکړې، په دې برخه کې د چارواکو د پاملرنې غوښتونکي شول.

 

په غونډه کې تر ۲۰۱۴ کال پورې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنیتي مسوولیتونو د لیږد په اړه هم خبرې وشوې، ټینګار وشو، چې افغان دولت دې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د هیواد حالاتو ته جدي پاملرنه وکړي او د حالاتو د لا خرابیدو د مخنیوي لپاره دې لازم اقدامات ترسره کړي.

 

یو شمیر وکیلانو په دولتي ادارو کې د اړیکو پر بنسټ د کسانو دجذب او په کارپوهو کسانو ته د فرصت نه ورکولو له امله خپلې اندیښنې په ډاګه کړې، ټینګار یې وکړ، هغه محصلان چې د لوړو زده کړو له موسسوڅخه فارغ شوي دي، د کاري تجربې د نشتوالي په خاطر د وزارتونو له لوري په دندو نه ګومارل کیږي.

 

ورپسې له اجنډا سره سم د سرحدونو، قومونو او قبایلود چارو وزیر اسدالله خالد د ۱۳۸۹ کال د بودجې د لګښت د څرنګوالي په اړه د ولسي جرګې غړو ته معلومات وړاندې کړل.

 

د سرحدونو چارو وزیر ددې ترڅنګ، چې د دغه وزارت د پراختیايي بودجې د نه لګیدو په برخه کې یې ځینې ستونزې یادې کړې، وویل، چې په قطعیه حساب کې ددغه وزارت د بودجې د لګښت کچه په سم ډول نه ده ښودل شوې.

 

په غونډه کې وکیلانو د دغه وزارت د پراختیايي بودجې د نه لګیدو او د سرحدونو دچارو د وزیر او دقطعیه حساب ترمنځ د شته توپیر په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړې دي.

 

د ولسي جرګې غړو په استجوابیه غونډو کې د وزیرانو په خبرو کې پر شته توپیرونو او د هغوی د مسوولیت نه منلو په ځانګړي ډول د اړوندې بودجې په لګښت کې، سخته نیوکه وکړه، ټینګار یې وکړ، ټول هغه بودجوي واحدونه دې، چې خپله پراختیايي بودجه یې تر څلویښت فیصده کمه لګولې، په قانوني ډول وپوښتل شي.

 

دغو وکیلانو ټینګار وکړ، هغه وزیران، چې خپله پراختیايي بودجه یې د ولسي جرګې له لوري تر ټاکلې معیار کمه مصرف کړې وي، استیضاح او باور رایې دې ترې واخستل شي.

 

دغه راز د سرحدونو چارو وزیر د خوشحال خان لیسې د لیلیې د دوهم نمبر ودانۍ  او د دغې وزارت د ودانۍ د جوړیدو پروژې یادې او ددغو پروژو د نه بشپړیدو پر وړاندې یې د ځینو تخنیکي ستونزو یادونه وکړه.

 

خو د سرحدونو چارو د وزیر څرګندونې د وکیلانو د قناعت وړ ونه ګرځیدې، د ولسي جرګې غړو د ده د خبرو او قطعیه حساب ترمنځ  شته توپیر ته په پاملرنې سره ټینګار وکړ، چې دوی ته دغه خبرې د منلو وړ نه دي.

 

د ولسي جرګې د غړو په وینا، په قطعیه حساب او د وزیرانو په راپور کې توپیر، له اساسي قانون څخه سرغړونه، په بودجوي واحدونو کې د شته اداري فساد او د کیفیت ټیټوالی هغه ستونزې دي، چې ولسي جرګه باید په دې برخه کې لازم تدبیرونه ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته