کابل/ د کب ٧مه / باختر
اسلامي امارت ټينګار کوي چې له هرې ممکنې لارې په اوکراين کې د ایسارو افغانانو د خوندي ایستلو لپاره به هلې ځلې وکړي.
اوس پنځه سوه افغان وګړي په اوکراين کې ژوند کوي چې پناه غوښتونکي او محصلان دي.
د بهرنيو چارو وزارت نن اعلام وکړ چې په اوکراين کې د افغان وګړو ژوند ته انديښنه لري او له ټولو لارو چارو د هغوى د امنيت تامينولو او ایستلو لپاره هلې ځلې کوي.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخې نن د کب ٧ مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي: موږ په اوکراين کې د خپلو افغانانو امنيت ته اندېښنه لرو او د خپلو خلکو خوندي سيمې ته لېږدولو په برخه کې له ټولو موجودو امکاناتو او منابعو څخه استفاده کوو.
بلخي ويلي دي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه د سيمې له يوشمېر حکومتونو او نړيوالو سازمانونو سره په اړيکه کې دی.
بايد وويل شي چې پر اوکراين د روسي ځواکونو بريدونه څلورمې ورځې ته وغځېدل چې له امله یې د اوکراين په زرګونو خلک له خپل هېواد څخه د وتلو په حال کې دي.
\ ج