خبرونهنړۍ

اسرایلي ځواکونو غزه کې د الشفا روغتون شاوخوا څخه شاتګ کړی

نړۍ، د وري ۱۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

د الجزیرې خبري شبکې د خبر له مخې اسرایلي ځواکونو نن دوشنبې په غزه کې د الشفا روغتون محاصره پرې ایښې او د غزې جنوب لوري ته یې شاتګ کړی دی.

دغې محاصرې دوه اوونۍ دوام وکړ او په جریان کې یې صهیونست پوځونو سلګونه کسان شهیدان او ټپیان کړل.

راپورونه زیاتوي، چې دغه روغتون کې د وژل شویو سلګونو کسانو جسدونه تر شنه اسمان لاندې پراته دي او دغه راز بند پاتې کسان په کې له سختو روغتیایي ستونزو او لوږې سره مخ دي.

د اسرایلي ځواکونو د شاتګ لامل لا معلوم نه دی، خو دغه پرېکړه یې وروسته تر هغې کړې، چې دغلته د څو پرلپسې ورځو لپاره د حماس غورځنګ او نورو فلسطیني جهادي ډلو له سخت مقاومت سره مخ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته