کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١ :
آلمان نن دبغلان ولايت دښځو دچارو له رياست سره د دفتري وسايلو ا وتجهيزاتو
مرسته وکړه .
په دغومرستو کې موبل او فرنيچر، ميزونه او څوکۍ ،دتودولووسايل ، دعکاسۍ او دفلم اخيستلو کمرې ، کمپيوټرونه ، دفوتوکاپۍ ماشين او المارۍ شته .
دبغلان ولايت دښځو دچارو رييسې خديجې يقين باخترآژانس ته وويل ،چې ددغو مرستو ارزښت پنځه مليونه افغانۍ کېږي .
په همدې حال کې ميرمن يقين وايي چې دغه وسايل اوتجهيزات به دښوخدمتونو او د زيات کار په برخو کې له دوي سره مرسته وکړي.
مخکې له دې د آلمان دتخنيکي همکاريو دفتردوالي د دفتراو دپوهنې اودقضايي ارگانونو د رياستونو په ګډون له يو شمير نورو ادارو سره هم د دفتري وسايلو او تجهيزاتو مرسته کړې ده .
0 1 دقیقه لوستل