کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٢٧ :
په قندهار ولايت کې په نننيو چاڼيزو عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه عمليات چې د ګډو امنيتي ځواکونو له خوادقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ترسره شول له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل : په دغو عملياتو کې د وسايطو ضد او په واټونو کې دکارولو لپاره ډول ډول ماينونه هم په عملياتو کې د شاملو ځواکونو له خوا کشف او شنډکړى شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ