سیاست

د مشرانو جرګې کميسيونونو غونډې وکړې

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو خبرې او بحثونه وکړل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت او اروپا اتحاديې تر منځ د مشارکت او پراخوالي په برخو کې د همکاريو د موافقه ليک په اړه بحث او د لا زياتو مطالعاتو په موخه راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه او هم وپتييل شوه چې د کرڼې اواوبولګولووزارت تخنيکي معين او د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو معاهدو رئيس دي د کمېسيون په يوه غونډه کې د موضوع په اړه څرګندونې وکړي.
د غونډې په بله برخه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو د ښه والي په موخه په افغانستان کې د پاد هېواد د نوي سفير د څرګندونو هرکلې وشو، همدا راز د کمېسيون غړو د امريکا د سنا مجلس له پلاوي سره په کتنه کې د پاکستاني چارواکو څرګندونو څخه دا چې ياد هېواد تيار دى چې د وېره اچوونکو د لمنځه وړلو په برخه کې له افغان دولت سره مرسته وکړي، خوښي وښوده او ټينګار يې وکړ چې د ياد هېواد چارواکي بايد د خپلو خبرو پر وړاندې رښتيني و اوسي او پرينږدي چې ترهګر د ياد هېواد په خاوره کې د امن ځالې جوړي کړي.
د غونډې په بله برخه کې د افغانستان د جيلونو د رغاونې په برخو کې د امريکا د متحده ايالاتو د مرستو او همکاريو د تياري څرګندولو په اړه خبرې او يې هرکلې وکړ.
د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د پيسو د نه ورکړې په اړه د هېوادوال ساختماني شرکت د يو شمېر انجنيرانو او کارکوونکو پرله پسې شکايتونه د فوايدعامې وزارت له معين سره مطرح شو. د ياد وزارت مسئولانو د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وويل، هغه وخت چې د يو شمېر سړکونو د رغاونې قرارداد له ياد شرکت سره لاس ليک شوې و، پيسې يې له تضمين سره يو ځاي ورکړل شوي او د ياد شرکت هيڅ پيسې وزارت سره پاتې نه دي. کمېسيون د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو وروسته وپتييله چې د هېوادوال شرکت دې د کارګرانو پيسې ژر ورکړي که نه د مسئولو ارګانونو له لارې به راوغوښتل شي، د دولتي قراردادونو به بې برخې او په کورنيو بانکونو کې به شتمنې کنګل شي. دغه راز د يو شمېر کوڅو د نه پخولو په اړه د کابل ښار د بي بي مهرو د يو شمېر اوسېدونکو شکايت د کابل ښار د لسمې ناحيې له رئيس سره مطرح شو. نوموړي د يادې سيمې د اوسېدونکو د ستونزو د تاييد تر څنګ ډاډ ورکړ چې په دي برخه کې به اقدام وکړي او زياته يې کړه، له کوم وخت راهيسې چې يادې ناحيه کې ګومارل شوې دي شاوخوا اووه سوه کوچنۍ او لويې پروژې يې پلي کړي او ګټې اخيستې ته يې سپارلي دي او د سيمې د پاکولو او لازمو خدمتونو د وړاندي کولو په موخه جدي هڅې رواني دي. کمېسيون د يادې ناحيې د رئيس هڅې وستايلې، ډاډ يې ورکړ چې د کمېسيون ستاين ليک به نوموړي ته ډالۍ کړي. او هم د عبدالله نومي شکايت له اړوندو مسئولانو سره مطرح او کومه طرحه چې د مسئولانو له خوا وړاندي شوه د کميسيون له خوا تاييد شوه. د غونډې په پاى کې په افغان- سويس پوهنتون کې د دوه ګونې چلند او ياد بنسټ کې د غير قانوني اجرااتو څخه د محصلانو شکايت واوريدل شو او وپتييل شوه چې د خصوصي لوړو زدکړو د بنسټونو عمومي رئيس او د افغان- سويس پوهنتون رئيس دي د کمېسيون د دوشنبې ورځې غونډې ته حاضر او د سناتورانو پوښتنې دي د موضوع په اړه ځواب کړي.
د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې مالي او اداري معين او اړندو مسئولانو د يادې ادارې ١٣٩٦ مالي کال د لومړۍ ربعې د اجرااتو رپوټ وړاندي کړ. د کمېسيون غړو د مسئولانو رپوټ او څرګندونې د قناعت وړ وبللې خو د چارو د ښه والي په اړه يې يو لړ وړانديزونه طرحه کړل چې ياده اداره يې په خپلو اجرااتو کې پلي کړي.
د کمېسيون د مرستيالې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېټې مسئولانو سره د بدخشان ولايت د بهارک- اشکاشم سړک د رغونې بهيرد چټکتيا په اړه بحثونه وشول، پريکړه وشوه چې د فوايدعامې وزارت مکلف دى تر څو د ياد سړک په قراردادي شرکت لازم فشار راوړي تر څو د يادې پروژې کار پاي ته ورسوي او هم ټينګار وشو چې ياد وزارت دي کله ناکله د يادې پروژې د کار او پرمختګ د دوام په اړه کمېسيون ته مفصل رپوټ وړاندي کړي.
د حاجي صالح محمد لالا ګل په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د ترکي خدماتي شرکت د غوښتنو د ورکړې له پاره د شاوخوا دوه سوو زرو امريکايي ډالرو د ورکړې په باب د کابل ښاروالۍ د غوښتنې په اړه چې د کابل ښار د دارلامان ماڼۍ د بيا رغاونې د ډيزاين کار يې ترسره کړي او د کوچنيو او لويو الوتکو د پېرودنې په موخه د آريانا هوايي شرکت له پاره د پيسو د تدارک په اړه خبرې وشوې او موضوع د اړيکو له مخې د ماليې وزارت ته راجع شوه او ټينګار وشو چې دغه پيسې دې د ماليې وزارت له خوا تدارک او پايلو څخه دې کمېسيون ته رپوټ وړاندې کړي ځکه د ماليې وزارت کې د بودجې کمېټې د وري د دېرشمې نېټې غونډه کې د مسايلو په اړه پريکړه شوې وه. د غونډې په بله برخه کې د کرهڼې د نړيوال مرکز او حياتي علومو د اساسليک او د افغانستان اسلامي جمهوريت او اروپا اتحاديې تر منځ د پراخوالي او ګډون په اړه د همکاريو موافقه ليک  مطالعه او د تاييد وړ وګرځيده. د غونډې په پاي کې سناتورانو د کاسا زر پروژې د ګټو په اړه خبرې وکړې، ويې ويل چې د کاسا زر پروژې د غړو هېوادونو د مشرانو دويمه ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ په تاجکستان کې جوړه شوه چې ټاکل شوې په نږدي راتلونکې کې ديارلس سوه ميګاواټه بريښنا د قزاقستان او تاجکستان څخه د افغانستان په لار پاکستان ته وليږدول شي، د کمېسيون غړو د دغې پروژې پلي کول د سيمې او افغانستان سياسي او اقتصادي اړيکو کې ګټور وبلل او ياد کار يې لويه لاسته راوړنه وبلله او هم وپتييل شوه چې د افغان حکومت مسئولان دي په راتلونکو ناستو کې د کاسا زر پروژې د اجرااتو په اړه خپل معلومات له خلکو سره شريک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته