امنیت

ديوسلو پنځه نوي پروژو پرانستل .

کابل باختر د وري پنځمه :
په سمنګانو ولايت کې ديوسلو پنځه نوى بنسټيزو ټولګټو پروژو دترميمولو اوبيا رغاونې  کار بشپړ شو .  
دسمنګانو ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رييس   محمد اصف دولت شاهي باختراژانس ته وويل: دغه پروژې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون دساتنې او څارنې او دکار موندنې  دپروګرام له لارې د شپږ اتيا مليونو افغانيو په لګښت بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي .
ده زياته کړه په دغو پروژو کې دپنځو ټولنيزو مرکزونو ، استنادي ډيوال ، دښوونځيو دانګړ دديوالونو ، ٢٨٦٠ مترو  په اوږدوالي  دڅښاک داوبو دشبکې ، دڅښاک داوبو د ١٢٠ زيرمو استنادي او محافظوي  ديوالونو ، داوبو بريښنا دکوچني دستګاه ، دکرنيزو اوبو دڅلورو کانالونو ، څلورو پلونو او پلګيو ترميمول ، دسړکونو کريړ اچول ، دسړک ددواړو عاړو د ويالو پخول او ددرې ديرشو کيلومترو په اوږدوالي دکانال  پاکول شامل دي .
دولت شاهي زياته کړه  دغه پروژې  د خرم سارباغ  ، حضرت سلطان ،  بردره صوف او روى دواب دولسواليو په  ١٦٢ کليو کې ترميم اوبيا رغاول شوي دي
دغه راز ددغو پروژو په تطبيق سره ددغو کليو نهه زرو تنو اوسيدونکو ته دلنډ مهالې  کار زمينه برابره شوې ده چې ددغو پروژو له ښيګڼو څخه ٣٧ زره کورنۍ  استفاده کوي
دده دڅرګندونوله مخې ددغو پروژو کار دوګړنيو پرمختيايي شورا ګانو له لارې  تيرکال پرمخ وړل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته