سیاست

دانتخاباتو خپلواک کميسيون دګوټو دشميرنې دطرحې په باب څيړنې روانې دي .

کابل باختر دوږي  يو ديرشمه :
دانتخاباتو خپلواک کميسيون دروان کال دتلې دمياشتې داته ويشتمې نيټې دپارلماني انتخاباتو په ورځ دراى ورکوونکو دګوټو له شميرنې څخه دکار اخستلو دڅرنګوالي په باب دڅيړنو خبرورکوي او وايي چې په دې  اړوند به دکميسيون دريځ  په ډير لنډ  وخت کې  اعلام شي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند حفيظ الله هاشمي نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې څيړنې دوام لري او تراوسه پورې اويا سلنه پرمختګ شوى دى .
  دى وايي چې ښايي دتلې دمياشتې په اته ويشتمه نيټه له دغې وسيلې څخه کار واخلو خو ديرش سلنه ځينې تخنيکي او عملياتي پوښتنې لاتراوسه پورې پاتې دي او هيله لرو چې  په راتلونکو دوو دريو ورځو کې دغو پوښتنو ته ځواب پيداکړو .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند حفيظ الله هاشمي وايي چې انتخاباتي مبارزې  به دتلې دمياشتې په شپږمه نيټه پيل شي او ترپنځه ويشتمې نيټې پورې به دوام ومومي .
هاشمي وويل  هيله ده چې نوماندان له دغې ورځې  څخه دځان په ګټه  کار واخلي خو دکميسيون ټولې کړنلارې  او لايحې رعايت کړي چې سرغړونه ونه شي .  ده زياته کړه چې دکابل او ننګرهار له ولايتونو پرته ديو ديرشو ولايتونو د راى ورکولو پاڼې او حساس مواد مرکزي دفتر ته رسيدلي دي او په ډيرلنډ ممکن وخت کې به ولايتونو ته وليږدول شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم                                         

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته