اقتصاد

کابو دوه اعشاريه پنځه ميليونه ټنه تيل په کال کې دګمرکي محصول له اخستلو پرته هېواد ته وارديږي .

کابل باختر د وري يوويشتمه :
داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په مشرۍ دنورم او ستندرد دملي ادارې له مشرتابه هيئت سره فوق العاده  غونډه جوړه شوه .
دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې غونډه کې دتوکو دکنترول او کيفيت دنوې طرحې ،  دنورم او ستندرد دملي ادارې دفعاليتونو او برياليتوبونو ، ددغې ادارې  دستونزو او له نورو ادارو سره دکاري تداخل په باب  هراړخيزې خبرې وشوې  .
لومړى دنورم او ستندرد دملي ادارې  لوى رييس  ډاکتر نقيب الله  فايق  د متخصصې او تخنيکي ډلې دکار فعاليت او ځواکمنۍ ،  دعامې روغتيا وزارت په شان  دځينو ادارو د کاري تداخل ، ددغې ادارې متخصصو کارکوونکو ته دمعاش او امتياز  دکمښت ،دهېواد په څو بندرونوکې دعصري  ازمايښت
ځايونو  دجوړولو او داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چار کې دجمهور رييس دفوق العاده استازي ددفتر دملاتړدجذبولو په باب خبرې وکړې .
ده زياته کړه دپراخو او هراړخيزو فعاليتونو دترسره کولو لپاره له دې امله چې دنورم او ستندرد اداره په عصري ماشين الاتو سمباله وي، لازمه ده هغه ټولې اړونده ادارې چې د خوراکي اوساختماني توکو او درملو دکيفيت دکنترولولو  په برخه کې فعاليت کوي دنورم او ستندرد په ادارې پورې  اړوندې شي .
داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازې  دنورم او ستندرد دملي ادارې دمشرتابه هيئت  دکاري رپوټ له اوريدو وروسته وويل:  هغو ټولو مسئلو او چارو ته چې په يو  ډول نه يو ډول په ستندردونو پورې اړه  پيداکوي بايد انکشاف  ورکړى شي
له نيکه مرغه په تير يوکال کې په دې لاره کې يولړ ګټور کارونه ترسره  شوي دي خولاتراوسه پورې هم يو لړ جدي اواساسي ستونزې شته .
دجمهور رييس فوق العاده استازي زياته کړه په نورم او ستندرد پورې داړوندو ستونزو داساسي حل او دهېوادوالو دغوښتنو دڅيړنې اودخلکو دستونزو دجدي بللو لپاره دې په ټولو بندرونوکې له خصوصي برخې سره په تفاهم  کې دتوکو دکيفيت دکنترولولو اساسي ازمايښتونه جوړ او دانسا دادارې له خوا دې په جدي توګه وڅارل شي .
دجمهور رييس فوق العاده استازي  دخپلو خبرو په دوام زياته کړه له بده مرغه دهېواد دملي پانګې په کال کې په ميليونونو افغانۍ دتوکو په تيره بيا دتيلو دواردونکو دمالياتو دورکولو په خاطر په اوبو لاهو کيږي
درارسيدلو خبرونوله مخې  په کال کې يوميليون ټنه تيل په قانوني ډول او دماليې په ورکولو سره هېواد ته  وارديږي .  په داسې حال کې چې دسوداګرۍ دخونو له ارقامو سره سم تيلو ته دهېوادکلنۍ اړتيا کابو دريو ميليونو ټنو ته رسيږي چې دا ددې څرګندوى دى چې دغير قانوني  معافيت  او يا دقاچاقو په ډول په کال کې  نږدې  دوه اعشاريه پنځه ميليونه ټنه تيل هېواد ته وادريږي .
دجمهور رييس فوق العاده استازي لارښوونه وکړه چې دغه مسئله دې په جدي توګه وڅيړله شي او جرړې يې پيداشي اوپه دې قضيه کې لټاړ  اشخاص دې تر قانوني څارنې لاندې ونيول شي او دخبري کنفرانس له لارې دې رسنيو او دافغانستان ملت ته معرفي شي .
دجمهور رييس فوق العاده استازي دکورنيو چارو او دماليې وزارتونو ته لارښوونه وکړه  چې په دې مسئله کې دې په جدي توګه چلند وکړي او پرې نږدې  چې دهېواد ملي پانګې داستفاده غوښتوونکو اشخاصو له خوا په اوبو لاهو شي او دهېواد ماليات په هراړخيز ډول راټول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته