امنیت

په بدخشان او روزګان کې د٢٤ ډار اچوونکو وژل کېدل

 کابل / باختر/ د وږي٧ مه
شپاړس ډار اچوونکي تېره شپه په بدخشان کې په هوايي بريدونوکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هوايي پوځ په ملاتړ د بدخشان په جرم او بهارک ولسواليوکې د ډار اچوونکو پر تروريستي ځالو بريدونه وکړل چې په پايله کې ١٦ ډار اچوونکي ووژل شول او د طالبانو يو بل غړى ټپى شو او د دې ډلې څو جنګي وسايل ويجاړ شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
شپږ ډار اچوونکي تېره شپه د روزګان په شهيد حساس ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ووژل شول او دښمن يوه قرارګاه ويجاړه شوه.
ختم- ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته