امنیت

په بغلان کې طالبانو ته دبمونو اوماينونو جوړونکې ووژل شو

کابل باختردوري دمياشتې ٤ نيټه  :

هغه سړي چې ويل کېږي وسله والو طالبانو ته بمونه اوماينونه جوړول نن په بغلان ولايت کې دناټو دجنګي الوتکو دبريدونو په بهيرکې ووژل شو.

درارسيدلو خبرونوله مخې  دناټو جنګي الوتکو له هغه وروسته په دي سړي هوايي بريد وکړ چې غوښتل يې له خپل يوتن همکارسره  دمرکزي بغلان دولسوالۍ په مربوطاتو کې په واټ کې دوه ماينونه ځاى پرځاى کړي .

ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي چې ددغو عملياتو په بهيرکې وسله والو طالبانو ته دبمونو اوماينونو دغه جوړونکې ووژل شو اوهمکاري يې په داسي حال کې  چې ټپي شوي وددغو ځواکونوله خوا ونيول شو .

ددغې خبرپاڼې  دمعلوماتوله مخې دغه وسله وال طالب  دبمونو اوماينونو په جوړولو سربيره دافغان امنيتي اوناټو ځواکونو پرخلاف دبريدونو په مقصد دځاى پرځاى شويو چاوديدونکو دستګاوي يې هم برابرولي .

په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې ددغو هوايي بريدونو په بهيرکې ملکي کسانو ته زيان نه دى اوښتي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته