امنیت

دطالبانو يو مشهور قوماندان ملانعمت ووژل شو

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
په هرات ولايت کې دطالبانو يومشهور قوماندان ووژل شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې دملي اردو دځواکونو دهغو ځانګړو عملياتو په بهيرکې چې پرون دتروريستي عناصرو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ دملانعمت په نامه دطالبانو يومشهور قوماندان ووژل شو او  دده د ډلې څلور تنه  غړي ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ملانعمت دطالبانو ديوې شبکې رهبري په غاړه لرله اوپه څو تروريستي او ورانکارو فعاليتونو، تښتونو او وسله والو غلاو کې يې هم رول درلود.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته