کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر
د کندهار ولايت د سپين بولدک ځايي مسوولين وايي چې نن هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو ۱۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په سپين بولدک کې د بيرته راستنېدونکو د ثبت، تثبیت او ښه راغلاست کمېټې مسئولینو د باختر خبري آژانس ته وویل، چي نن ۱۹۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې، چې د کسانو شمېر يې يو زرو ۹۹۴ تنه کیږي.
په ورته وخت کې بیا د پکتیا ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس حبیب الله شهیدزاده باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د لړم میاشتې له ۲۰مې تر دې مهاله ۸۳ کورنۍ د یاد ولایت د ډنډ پټان له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
یادې کورنۍ د حکومت د نقدي مرستې اخیستلو تر څنګ مرسته کوونکو موسساتو ته هم ور وپېژندل شوې دي.