سیاست

جمهور رئیس غني: د لوړ پوړو دولتي مقاماتو ټولې شتمنۍ دې ثبت شي

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ١٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د اقتصاد عالي شورا غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پیل کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د پیسو د نړیوال صندوق IMF له استازو سره په نوي ډيلي کې د کتنې راپور وړاندې کړ او وې ویل، له هغوی سره په کتنه کې یې د ښې حکومتوالۍ، اقتصادي ودې، د بې وزلي د له منځه وړلو او د کار د ایجاد په اړه بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي حکیمي وویل، د پیسو د نړیوال صندوق له استازو سره د اصلاحاتو پروګرام د اساسي مواردو په هکله موافقې ته رسېدلي یوو. هغه زیاته کړه، د پروګرام د پړاونو بشپړول وخت او نورو اقداماتو ته اړتیا لري.
د مالیې وزیر څرګنده کړه، د شفافیت، له فساد سره د مبارزې او د لوړ پوړو دولتي مقاماتو د شتمنیو د ثبت په موخه له فساد سره د مبارزې مسوده چې په ولسي جرګه کې ده ژر باید خپل قانوني پړاونه بشپړ کړي.
د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش وویل، له فساد سره د مبارزې اوسنی نافذ قانون د دولتي مقاماتو د شتمنیو د ثبت په برخه کې هیڅ ستونزه نه لري ، نو د دې مطابق دې د لوړ پوړو دولتي مقاماتو شتمنۍ ثبت شي.
ښاغلي دانش ټینګار وکړ، له فساد سره د مبارزې ادارې ظرفیت باید لوړ شي، تر څو د لوړ پوړو دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت پروسه چټکه شي.
د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور وویل، له فساد سره د مبارزې نوې مسوده د قانوني پړاونو د بشپړولو په موخه ولسي جرګې ته استول شوې ده.
د ولسي جرګې استازي عبیدالله رامین وویل، موږ تیار یوو چې له حکومت سره په همغږي له فساد سره د مبارزې مسوده خپل قانوني پړاونه بشپړ کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، یوه کاري ډله دې جوړه شي، چې له ولسي جرګې سره په همغږي له فساد سره د مبارزې نوې طرحه قانوني پړاونه بشپړ کړي. هغه ټینګار وکړ، د لوړ پوړو دولتي مقاماتو  ټولې شتمنۍ دې ثبت شي.
جمهور رئیس په ټینګار وویل، له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي اداره به جوړه شي، تر څو د فساد، د ځمکو د غصب او له دولتي شتمنیو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې اړوند دوسیې وڅېړي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، له فساد سره مبارزه په اعلامیه او شعار نه کېږي، بلکې په دې برخه کې عملي اقدامات پکار دي. هغه زیاته کړه، په فساد کې ښکېل کسان باید ځواب ووایي.
د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د اقتصاد عالي شورا غونډې ته تر جوړولو وړاندې صنعت ساختماني شرکتونو د پروپوزلونو د ارزونې راپور وړاندې کړ.
د اقتصاد عالي شورا پرېکړه وکړه چې د ښار جوړولو وزارت دې راتلونکې غونډې ته د هر متر مربع د بیې په هکله دقیق معلومات او راپور وړاندې کړي.
همدارنګه د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرست په هېواد کې د طبیعي غازو د زېرمو په هکله خپل راپور وړاندې کړ.
جمهور رئیس وویل، د طبیعي غازو د زېرمو په هکله د کانونو وزارت راپورونه او سروې ګانې متفاوتې دي. هغه ټینګار وکړ، د کانونو وزارت دې په دې هکله یوه جامع او هر اړخیزه څېړنه ترسره او واقعبینانه او دقیق راپور وړاندې کړي.
جمهور رئیس غني وویل، د کانونو او پطرولیم وزارت له مهمو وزارتونو څخه دی او دوی صلاحیت لري چې د خپلو ظرفیتونو د روزنې لپاره عملي اقدام وکړي.# 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته