کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دڅو تنو قوماندانانو په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان پرون ووژل شول .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک باختراژانس ته وويل :دغه وسله وال طالبان ددوى له قوماندانانو سره دامنيتي ځواکونوپ عملياتو کې ووژل شول او ٢٥ تنه نور يې ټپيان شول .
ويل کيږي په وژل شويو طالبانوکې د طالبانو دمسوول محمد طاهر او ددغې ډلې دجلب او جذب دمسوول حاجي ناصر په نومونو دپاکستان داستخباراتي شبکې دوه تنه کارکوونکي هم شامل دي .
په وژل شويو کسانو کې دروزګان ولايت لپاره دطالبانو نومول شى والي هم شامل دى .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې :په دغو عملياتو کې دغه راز دوسله والو طالبانو اته ګړندي موټرونه ، درې ټانکونه يو رنجر او يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي .
0 1 دقیقه لوستل