امنیت

دافغانستان اوګرجستان ددفاع وزيرانو نن په کابل کې وکتل

کابل  باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  :
دافغانستان اوګرجستان  ددفاع وزيرانو نن په کابل کې  دکتنې په ترڅ کې دهمکاريو دپراختيا ، سيمه ييزو پرمختياو او دملي اردو دسمبالولو په باب خبري وکړي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دافغانستان دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي نن دګرجستان ددفاع له وزير  باچواقالايا سره چې دکابل  په سفر بوخت دي وکتل.
دملي دفاع وزيرسر جنرال بسم الله محمدي  دهيواد امنيتي حالاتو ، دملي اردو دظرفيتونو  او ځواکمني  دلوړولو  دبهير اودهيواد دملي اردو په وړاندې  دچلنجونو په باب دګرجستان ددفاع وزير ته معلومات ورکړل ا وزياته يې کړه  اوس ملي اردو دکميت له پلوه  څه دپاسه يوسلو نوي زرو تنو ته رسيدلي او زموږ زيات  تمرکز دهغي په کېفيت اومسلکي وړتيا دي.
دملي دفاع وزير دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په باب وويل  دغه ملي بهير تراوسه پوري په برياليتوب   اوپه شا نه تلوونکې ډول پرمخ تللي  او  اوس دافغانستان د وګړو په سلو کې څه دپاسه اويا  امنيت دافغاني ځواکونو په غاړه دي . ملي اردو  دخپلو دندو او مسووليتونو داجرا  کولو په خاطر دموجودو تجهيزاتو ترڅنګ ، ځواکمنو هوايي ځواکونو ، درندو وسلو ، دکشف اواستخباراتو پرمختللو وسايلو او دماينونو دشنډولو په برخو کې  زياته اړتيا لري.
دګرجستان ددفاع وزير دملي اردو دمحسوسو پرمختګونو او برياليتوبونو له امله خوښي څرگنده کړه او ويي ويل   متبوع هيواد يې دافغاني ځواکونو دروزني اودملي اردو دځواکونوم دسمبالولو اووسله وال کولو په برخو کې همکاري کړي او دغه بهير به دوام وکړي .
ده زياته کړه هيواديي په پام کې لري دمي _اته يوشميرهليکوپترونه دافغانستان دملي دفاع وزارت په واک کې ورکړي.
دغه راز دګرجستان ددفاع وزير  دافغانستان دملي دفاع وزير ته بلنه ورکړه چې ګرجستان ته سفر وکړي  چې  دبسم الله محمدي له خوا ومنل شوه.
ګرجستان په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو په چوکاټ کې  ١٧٠٠ تنه عسکرلري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته