کيف فرانسپرس باختردتلې دمياشتې ٣
داوکراين جمهوررييس ويکتور پوروشينکو نن ددغه هېواد کابينې ته لارښوونه وکړه چې داوکراين اوروسيې ترمنځ دپولو دتړلو طرحه وڅيړي.
دفرانسې دخبري آژانس دخبرله مخې : دغه لارښوونه چې داوکراين دجمهوري رياست په خبري بلوتن کې خپره شوې ده، له حکومت څخه غواړي چې داوکراين او روسيې د ځمکني اوسمندري پولو دلنډمهال تړل کيدو موضوع وڅيړي.
داوکراين جمهوررييس پورو شينکو ددغې طرحې دليل داوکراين په کورنيو چارو کې دروسيې فدراسيون دلاسوهنې مخنيوى بللى دى .
اوکراين په مسکو تور لګولى دى چې ددغه هېواد په ختيځ کې دروسي تبارو پوځي مليشو په اړو دوړ کې رول لري خو روسيې هغه رد کړى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ